ایکنا - د مسجد الحرام د ادارې مسئولانو د خانه کعبې شریفې د حاجیانو او زیارتوالو د هرکلي لپاره د تیارئ په موخې سره ، د کعبې پرده ۳ میټره پورته کړه.

ایکنانیوز د ۲۴ نیوز په حواله راپور راکړ،، د مسجد الحرام او مسجد النبي د چارو عمومي مدیریّت اعلان کړی چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج موسم لپاره د مسجد الحرام د تیارولو په موخه، د کعبې شریفې د پردې لاندنۍ برخه ۳ میټره پورته کړل شوې ده.
په دغو عملیاتو کې د کعبې د پردې د لاندنيو برخو ټولول ،د کونجونو جلا کول، د پردې ۳ میټره لوړول او په دې لوړوالي کې د ټینګولو، او بیا سپین ټوکر نصبول او فانوسونو خپل پخواني ځای ته بېرته راوستل پکې شامل دي.
دا کار هر کال د کعبې د پردې د ساتنې لپاره ترسره کېږي څو د حاجیانو له تماس یا د طواف او د حاجیانو په ګڼې ګوڼې کې د احتمالي زیان مخه ونیول شي. د کعبې د پردې پورته کولو عملیات د مسلکي ټیمونو په ګډون، د دغه مقدس ځای د تقدس په پام کې نیولو سره او د خوندیتوب او مسلکي معیارونو سره سم ترسره کېږي، او د پردې پورته شوې برخه له هرې خوا د ۲ میټرو په سور سپین نخی ټوکر سره پټول کېږي.
په دوام کې د دې عملیاتو انځورونه کتلای شئ:
https://iqna.ir/fa/news/4282368